د ایران ولسمشر حسن روحاني یو ځل بیا د هُرمز تنګي د بندولو خبرداری ورکړی دی.
له دې تنګي څخه د نړۍ تقریباً درېیمه برخه هغه تیل تیرېږي چې د سمندر له لارې انتقالېږي.
د ایران دولتي ټلوېزېون د سې شنبې په ورځ د ولسمشر حسن روحاني له قوله وویل، که کومه ورځ امریکا پریکړه وکړه چې د ایران د تیلو د صادارتو مخه ونیسي، له فارس خلیج څخه به هېڅ تیل صادر نهشي.
حسن روحاني همدارنګه ژمنه کړې چې د امریکا متحده ایالات به د ایران د خامو تیلو د صادراتو مخه ونه نیسي.
هغه مهال چې ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړونه امریکا و ایستله او خبرداری یې ورکړ چې د ایران د تیلو د صاداراتو مخه به ونیسي، د ایران ولسمشر په ورته توګه د هُرمز تنګي د بندولو خبرداری ورکړی و.
د ایران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني هغه وخت د روحاني د دې خبرداری هرکلی کړی و.