د امریکا متحده ایالات وايي، که روسیه په دوو میاشتو کې د سړې جګړې د مهال اټمې تړون عملي کېدو ته ستنه نهشي، دوی به هم خپل ټول هغه تعهدات وځنډوي چې د دې تړون له مخې ورته ژمن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو دا اعلان د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د تړون د غړیو هېوادونو په غونډه کې وکړ.
پهدې غونډه کې د ناټو متحدانو د امریکا د دې تورونو کلک ملاتړ وکړ چې وايي، روسیې د۱۹۸۷میلادي کال د اټمي وسلو له تړونه سرغړاوی کړی.
د منځني واټن د اټمي وسلو تړون روسیه او امریکا دواړه د داسې کروز، یا لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له لرلو، تولیدولو یا ځای پر ځای کولو منعه کوي چې له ۵۰۰ څخه تر۵۰۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتلی شي.
پهداسې حال کې چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکټوبر میاشت کې وویل، دا به د اټمي وسلو د کنټرول له دې تړونه ووځي.
نوموړي ویلي، روسیې د توغندیو د نوي سیسټم په تولید له دې تړونه سرغړاوی کړی دی.
روسیې د خپلو «نواتور 9 اېم 729» په نوم د دې کروز توغندیو په اړه ډېر څه نهدي ویلي، خو دا یې رد کړې چې ګوندې د دې توغندیو تولید د واشنګټن او مسکو ترمنځ د سړې جګړې د مهال له تړونه سرغړاوی دی.