زلمي خلیل‎زاد په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد پرون سې شنبهپه اسلام‎اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په شمول له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

د ښاغلي خلیل‌زاد د دې لیدنو په اړه ډېر جزئیات نه‎دي خپاره شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې شاه محمود قریشي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي ته ډاډ ورکړ چې دوی به په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې یو جوړ جاړي ته د رسېدو کلک ملاتړ وکړي.

بل‌خوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون یوې ډلې بهرنیو خبریالانو ته ویلي، پر افغان طالبانو د پاکستان اغېز هومره نه‌دی چې ویل کېږي.

نوموړي ویلي دوی له افغانان طالبانو نه په تکرار غوښتي چې د سولې خبرو ته کیني.

ښاغلي غفور د طالب مشر ملا عبدالغني برادر په شمول د یو شمېر طالب بندیانو خوشې کول د سولې له بهیر سره د خپل هېواد د هڅو برخه بللې ده.

بل‎خوا اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د یو طالب چارواکي له خولې چې نوم‎یې نه‎دی یاد شوی ویلي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څلور تنه غړي هم پرون په اسلام‎اباد کې وو. دا نه‎ده څرګنده چې دې طالب استازو په پاکستان کې له چاسره کتلي او څومره وخت به دغلته پاتې شي.