په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د قوماندانۍ لپاره نومول شوی امریکايي جنرال کینیټ مکینزې وايي، د افغانستان جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده او پهدې هېواد کې د افغانستان ځواکونو زیاته مرګ ژوبله د زغم وړ نهده.
جنرال مکینزې دا څرګندونې د امریکا د سنا د وسلهوالو خدمتونو په کمېټه کې وکړې او سناتورانو تهیې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د چټک ایستلو او یا د ستراتیژۍ بدلولو په اړه خبرداری ورکړ.
نوموړي وویل:
"که موږ اوس په چټکۍ له افغانستانه ووځو، زه باور نهلرم چې افغان ځواکونه به په یوازې ځان د خپل هېواد بریالۍ دفاع وکړی شي."
جنرال مکینزې د افغان ځواکونو په اړه وویل:
"د دوی تلفات ډېر زیات دي، دوی ډېره سخته جګړه کوي، خو تلفاتیې تر هغې نه شي کمېدلې، څو چې موږ دا ستونزه نهوي سمه کړي."
نوموړي زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات باید له افغان ځواکونو سره کار وکړي، څو د هغوی د استخدام، روزنې او عملیاتو چارې بهتره شي.
جنرال مکینزې وویل، نه پوهېږي چې امریکايي ځواکونو ته به تر څه وخته پورې په افغانستان کې د پاتې کېدو اړتیا وي، خو زیاته یې کړه، دا پهدې هېواد کې یو سیاسي جوړ جاړي ته هیلهمند دی.