چارواکي: په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو ۳۰۰۰ رأیې باطلې اعلان شوې

په کندهار ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون چارواکو په‌دغه ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو درې زره رأیې باطلې اعلان کړې.

په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رئیس کریم‌الله ستانکزی وايي، د ټاکنو په اوږدو کې له دوی سره ۴۶۹ شکایتونه ثبت شوي وو چې ۶۱ یې ډېر جدي او تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د ستانکزي په وینا ثبت شوېو ټولو شکایتونو ته د رسېدګي پر اساس د ۲۹ ټاکنیزو مرکزونو رأیې بیا شمېرل شوي چې له دې جملې څخه درې زره رأیې باطلې اعلان شوي دي.

د شکایاتو د کمېسیون رئیس وویل چې درې تنه د درغلیو په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي، د څلورو تنو دوسیې چې درنې وې او دوی یې دلته د څېړلو لپاره پرمختللي وسایل نه‌لرل، کابل ته لېږلي او ۱۴ تنه نور یې نغدي جریمه کړي دي.

ستانکزي که څه هم په‌دې برخه کې جزئیات ور نه‌کړل، خو ويې ويل چې په‌دغه کسانو کې د ټاکنو کمېسیون لوړ رتبه کسان هم شامل دي.

دی وايي:

"په حدود د درې زره رأیه باطله شوې او درې تنه اشخاص عدلي او قضايي ارګانو ته ور پېژندل شوي، ۱۴ کسان نغدي جریمه شوي چې مختلف اشخاص په کې شامل وو او یو تعداد قضیې چې درنې وې مرکز ته استول شوي."

د شکایتونو د کمېسیون رئیس وویل، د ټاکنو په ورځ په کندهار کې ټولټال ۱۹۰ زره کسانو رأیې کارولې وې چې ۱۵۰ زره یې د بایومټریک له مخې وې او ۴۰ زره نورې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له بایومټریک الو پرته کارول شوې.

که څه هم د ولسي جرګې ټاکنې په ټول هېواد کې د تلې په ۲۸مه نېټه وشوې، خو په کندهار کې دغه ټاکنې د دې ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو له امله تر یوې اوونۍ ځنډ وروسته تر سره شوې.

د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د کندهار د ټاکنو لومړنی پایلې نه‌دي اعلان کړي.

راپور: صادق رښتینی