د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې د ترمز ابنا به بنده کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» خبرداری ورکړی چې د ترمز ابنا به بنده کړي.

د ایران دولتي ټلوېزیون نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» د روحاني په حواله وویل چې که امریکا د ایران د تېلو صادرات بند کړي، د فارس له خلیجه به د هېڅ‌چا ته تېل صادر نه شي.

روحاني همدا راز وویل چې امریکا د ایران د خامو تېلو له صادرولو نه‌شي منع کولای.

د نړۍ د تېلو درېیمه برخه د ترمز په ابنا کې تېرېږي.