مایک پامپئو: چین، ایران او روسیې زیات نړیوال تړونونه مات کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپئو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپئو پر چین، ایران او روسیه له انتقاد سره ویلي چې زیات نړیوال تړونونه یې مات کړي دي.

پومپئو نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په بروکسل کې وویل چې د دې هېوادونو حرکتونو په وروستیو کې په نړۍ کې بې ثباتي زیاته کړې ده.

هغه په ځانګړي ډول د روسیې په اړه وویل، روسیې د غرب ارزښتونه لکه ازادي او نړیواله همکاري نه‌ده خپل کړې، بالعکس، مخالف اوازونه یې غلي کړي او د ګرجستان او اوکراین په څېر د خپلواکو هېوادونو خاوره یې اشغال کړې ده.

مایک پامپئو رد کړه چې د امریکا د ولسمشر اداره په مهمو نړیوالو مواردو کې په خپل سر قضاوت کوي.