سروې: د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس خپل راتلونکي ته خوشبینه نه‌دي

د افغانستان اسیايي بنسټ د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» د ۲۰۱۸ میلادي کال سروې خپره کړه.

ددې بنسټ دا تازه سروې ښيي چې د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس، خپل راتلونکي ته خوشبینه نه‌دي.

په دغې سروې کې:

  • د افغانستان د امنیت.
  • اقتصادي وده.
  • کارموندنه.
  • د حکومتوالۍ پراختیا.
  • سیاسي مشارکت.
  • اطلاعاتو ته لاس‌رسۍ.
  • کډوالۍ
  • د ښځو اړوند نورو مسایلو په هکله، د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ۱۵۰۰۰ کسانو نظر پوښتل شوی دی.

هغه افغانان چې ویلي یې دي، هېواد یې ناسم لوري ته روان دی، ۶۱ فیصده دي.

د کابل منډوي

په افغانستان کې د اسیا د بنسټ رئيس عبدالله احمدزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په یوې خبري ناسته کې وویل:

"په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کال کې مو د راتلونکي په اړه د خوشبینۍ تر ټولو ټیته شمېره لرله. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کې دغه خوشبیني د پیاوړتیا په حال کې ده، خو د پام وړ بدلون په‌کې نه لیدل کېږي، بیا هم څه باندې ۶۰ فیصده خلکو ویلي چې هېواد یې ناسم لوري ته په حرکت کې دی."

  • ناامني.
  • د کارنشتوالی.
  • ناوړه اقتصاد
  • او د بیو لوړه کچه هغه لاملونه دي چې اکثره افغانان وايي، هېواد یې ناسم لوري ته روان دی.

خو په سلو کې ۳۳ ویلي چې هېواد یې سم لوري ته روان دی، دوی ویلي:

  • په امنیت کې ښه والی.
  • بیارغونه.
  • حکومتداري.
  • د ښځو حقونه.
  • او اقتصاد د دوی د ښې روحیې دلایل دي.

د دغې سروې موندنې ښیي چې پر :

  • ډیموکراسۍ.
  • انتخاباتو.
  • دولتي بنسټونو.
  • او خدمتونو د خلکو باور زیات شوی دی.

    د کابل ښار

    له ناامنیو وېره، د اقتصاد خرابېدل او په پارلماني انتخاباتو کې ځنډ، هغه څه دي چې راتلونکې ته یې د دوی پر خوشبینۍ اثر کړی دی.

په‌دغه سروې کې راغلي چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د افغانانو همدردي مخ په کمېدو ده، ځکه په سلو کې ۸۲ افغانانو ویلي چې له طالبانو سره هېڅ همدردي نه‌لري.

دغه سروې ښيي چې د مدني ازادیو اړوند کړنو، د دوی وېره زیاته کړې ده.

د دغې سروې له مخې ۷۳ فیصدو افغانانو ویلي چې په سوله‌ییزو لاریونونو کې له ګډون کولو وېرېږي حال دا چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې دغه فیصدي په سلو کې ۱۳ وه.

په ورته وخت کې د چارو پوهان له ډلې انتظار خادم وايي:

  • د نظام دننه اختلافات.
  • د خلکو د غږ نه اوریدل.
  • او په مهمو پستونو د وړو کسانو، نه ګمارېدل هغه موارد دي چې خلک راتلونکي ته خوشبینه نه‌شي.

انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

  • "دا چې د حکومت مشران ونه توانېدل یوې هوکړې ته ورسېږي.
  • دا چې ونه توانېدل سیاسي څوکۍ په اساسي توګه ډکې کړي.
  • او دا چې ونه توانېدل د خلکو غږ واوري، هغه دلایل دي چې خلک په راتلونکي باور ونه وکړي."

ښاغلی خادم ټنیګار کوي چې د حکومتوالۍ په اړه د خلکو د رضایت د زیاتېدو او راتلونکي ته د دوی د خوشبینۍ لپاره حکومت ته په‌کار ده چې خپلې ژمنې عملي کړي او،

  • د فساد پر وړاندې پر مبارزې.
  • له طالبانو سره پر سولې.
  • د سیاسیونو پر یووالي
  • او په دولتي پستونو کې د وړو کسانو پر ګمارلو تمرکز وکړي.

راپور: خان محمد سیند