وسله‌والو په کندهار ښار کې دوه پوليس په ډزو و وژل

وسله‌والو موټر سايکل سپرو په کندهار ښار کې دوه پوليس په ډزو و وژل.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيز ازادي راديو ته وويل، دوه وسله‌وال چې پر موټر سايکل سپاره وو، د کندهار ښار په ۱۴مه حوزه کې پر دوو امنيتي سرتېرو ډزې وکړې او هغه يې وووژل.

د عزيز په وينا وژل شوېو پوليسو په هلمند ولایت کې دنده لرله.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه‌دی منلی.