په افغانستان کې د سولې د ټینګښت چټکې هڅې او مثبته پایلو ته‌یې هيله‌مندي!

ارشیف

په افغانستان کې د پاکستان او ایران سفارت مسؤلین په‌دغه هېواد کې د سولې په ټینګښت ټینګار کوي وايي چې په‌کار ده د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي.

  • پاکستان

په افغانستان کې د پاکستان سفارت مرستیال وايي، په افغانستان کې د سولې د ټیګښت لپاره هڅې تېزې شوي او هیله ده چې مثبته نتیجه ورکړي.

شهباز خان دغه څرګنذونې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په کابل کې د افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې د ځوانو سفیرانو په درېیمه غونډه کې وکړې.

کابل کې د پاکستان سفارت

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوالو دلایلو او تحلیلونو ښودلې چې د افغانستان ستونزه د جنګ له لارې نه‌حلېږي. موږ باید د ستونزې د حل لپاره سیاسي لارې چارې ولټوو او دوهمه ټرمینالوژي چې موږ یې وینو، د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانستان په مشرۍ کې وي."

ده دا هم وویل، مهمه دا ده چې موږ د تضادونو پر ځای په شباهتونو او هغو مسایلو تمرکز وکړو چې زموږ ترمنځ شریک دي.

دغه غونډه چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د مرکز «مېډیوټیک» له‌خوا بلل شوې وه، د څلورو واړو هېوادونو افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې ځوانو سفیرانو او د یادو هېوادونو د سفارتونو استازو په‌کې ګډون کړی وو.

مخکې تر دې د یادو هېوادونو د سولې د ځوانو سفیرانو غونډې په تاجکستان او پاکستان کې جوړې شوې دي.

  • ایران

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان ناوړه وضعیت ټوله سیمه بې‌ثباته کولای شي او په‌کار ده چې د ایران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه د موجوده ستونزې د حل لپاره مؤثره مبارزه وکړي.

ارشیف: کابل کې د ایران سفارت

ښاغلي بهرامي زیاته کړه:

"د افغانستان چاپېریال باید د بهرنیو اړخونو په تضادونو، سیالیو او منازعاتو کې ښکېل نه‌شي. که موږ ټول چې په‌دغه سیمه کې ژوند کوو او دا منو چې سوله زموږ د ټولو ګډ هدف دی باید په سیمه کې د بهرنیو تضادونو نه ډډه وکړو."

ښاغلي بهرامي دا هم وویل، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیتي اړیکو پراختیا هم کولای شي، له سولې سره مرسته وکړي.

د افغانستان ناوړه وضعیت ټوله سیمه بې‌ثباته کولای شي.

دغه څرګندونې په‌داسې حال کېږي چې افغان حکومت په وار وار د دغه هېواد په نا امنۍ کې پاکستان ښکېل ګڼلی او داسې ادعاګانې هم موجودې دي چې ایران هم د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره مرسته کوي.

  • تاجکستان

په‌دغه ناسته کې د پاکستان او تاجکستان د سولې ځوانو سفیرانو فتح‌الله کاسي او شهناز کامل‌زاده وویل، د سیمې ناوړه وضعیت پر ځوان کهول چې په سوله، پخلاینه او پرمختګ کې ستره ونډه لري، هم ناوړه اغېز کولای شي، نو زموږ دنده دا ده چې په خپلو حکومتونو فشار راولو چې د سیمې او په تېره بیا د افغانستان د سولې په ټینګښت کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه‌سپموي.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو د مرکز «مېډیوټیک» د عامه اړیکو مسؤل مسعود مومن وویل، دوی هڅې کوي چې په راتلونکي کې هم د ګاونډیو هېوادونو د سولې د سفیرانو ورته ناستې جوړې کړي او د سولې او پخلاینې لپاره د سیمې د خلکو ذهنیتونه روښانه کړي.

راپور: خان محمد سیند