د سرپل والي وايي، که کابل مرسته ونهکړي، د صیاد ولسوالۍ سقوط کولای شي.
والي عبدالقادر اشنا، نن سې شنبه د ډسمبر ۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چې تر سهاره روانه وه.
پهدې حمله کې د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل شول.
والي وویل چې وسلهوالو طالبانو په صیاد کې د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولې او اور یې ورواچاوه.
د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.
هغه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د سانچارک ولسوالۍ هم له خطر سره مخامخ ده.