پاکستان تأیید کړه چې زلمی خلیل‌زاد اسلام‌اباد ته رسېدلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د هغه هېواد له مشرتابه سره د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د پاکستان صدراعظم ته یو لیک ورواستاوه او له هغه‌یې غوښتنه وکړه چې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، اسلام‌اباد د ټرمپ د دې حرکت هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن سې شنبه د ډسمبر ۴مه، په یوه بیان کې ویلي، پاکستان پر خپل تعهد ټینګار کوي چې غواړي له ښه نیت سره په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړي.

په اسلام‌اباد کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال وايي چې خلیل‌زاد به دوه ورځې په اسلام‌اباد کې وي.