د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمن دی.
د ملکي تلفاتو د کچې لوړوالی، د ماشومانو او معلولینو حقونو ته نهپاملرنه، د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي زیاتوالی او لومړنیو خدماتو ته د خلکو نهلاسرسی هغه څه دي چې د بشري حقونو کمېسیونیې اندېښمن کړی دی.
د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ۷۰مې کلیزې د لمانځنې په غونډه کې په کابل کې وویل، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار شوی، خو دا بسنه نهکوي او باید پهدې برخه کې زیاتې هڅې وشي.
سیما سمر
دا وایي:
"د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی، خو لا هم موږ په دې برخه کې جدي اندېښمن یوو، معنی دا چې په افغانستان کې د معلولینو حقوق نهدي تأمین شوي، د دولتي او نا دولتي بنسټونو په زیاتو ادارو کې فساد له بشري حقونو د سرغړونو لامل کېږي، اداري فساد موږ ته زمینه برابروي چې وکولای شو، عدالت وپلورو او یا هم وپېرو."
مېرمن سمر همدا شان وویل لا هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې او ماشومان له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
د اغلې سمر په خبره، مجرمینو ته سزا نهورکول، له سزاوو د معافیت فرهنګ، اداري فساد، عدالت ته د ښځو نهلاسرسی، په نشهیي توکو د روږدو زیاتوالی او او ناوړه دودونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض لاملونه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې په ملي او نړیواله کچه د بشري حقونو په تېره بیا، د ښځو او ماشومانو پر وضعیت اندېښنې څرګندې شوې وې.
تر دې مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي وو، د دوی د لومړنیو شپږو میاشتو موندنې ښيي چې د تېر کال په پرتله په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د امنیتي پېښو له امله د ملکي وګړو تلفات ۳۳ سلنه لوړ شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وایي، هغه وخت به افغانستان بشري حقونه تأمین شي چې د سیاست او شخصي ګټو تابع نهوي.
له دې سره د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د غونډې ګډونوال وو، په خپلو خبرو کې وویل، سره له دې چې د بشري حقونو کمېسیون په دې برخه کې اغېزمن ګامونه اخیستي، خو لا هم جدي ستونزې شته.
سرور دانش
دی وایي:
"له هغې ورځې چې افغانستان د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته د تأييد رأیه ورکړې، هڅهیې کړې چې بشري ارزښتونه په پام کې وساتي او محتوا تهیې په اساسي او نورو قوانینو کې ځای ورکړي، البته په زیاتو برخو کې له ستونزو سره هم مخ وو چې لاملیې تحمیلي جګړې او یا هم د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنو پراختیا وه."
عامه پوهاوی، د بشري حقونو د قواعدو زدهکړه، د ښځو او ماشومانو له حقونو ملاتړ او ځیني نور مسایل د بشري حقونو د کمېسیون له لاسته راوړنو دي چې ښاغلي دانش ورته اشاره وکړه.
راپور: اکرامالله اکرام