د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به سبا چهارشنبه د ډسمبر ۵مه د ونزوئلا له ولسمشر نیکلاس مادورو سره وګوري.
دا خبر د کرملېن د ویاند، دمیتري پسکوف په حواله خپور شوی دی.
نیکلاس مادورو نن پر ټویټر په وېډیويي پیغام کې وویل چې روسیې ته روان دی او له پوتین سره به جدي خبرې وکړي.
د ونزوئلا ولسمشر وویل، له روسیې سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو تمه لري.
مادورو تېر کال په مني کې روسیې ته تللی و.