ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شا ته په یوه غونډه کې د ایران لهخوا د توغندیو د وروستۍ ازموینې په اړه بحث وکړي.
واشنګټن او متحدانو یې دا ازموینه د امنیت شورا له پرېکړهلیکه چې ۳ کاله مخکې تصویب شوه، سرغړونه بللې.
امنیت شورا دا غونډه په داسې حال کې پلان کړې چې د ایران د توغندیو د پروګرام په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.
د روانې اوونۍ په پیل کې فرانسې د ایران د توغندیو دا ازموینه پاروونکې او د بېثباتۍ لپاره عمل وباله او ویېویل چې دا اقدامیې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ نمبر پرېکړهلیک سره سمون نهلري.
د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم دا ازموینه د پارونې، ګواښ او تخلف عمل وباله او د دې ازموینو د بندېدو غوښتنهیې وکړه.
له دې مخکې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له اروپایي ټولنې غوښتي وو چې د ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام په نښه کړي او نوي بندیزونه پرې ولګوي.
ښاغلي هوک د ایران دا پروګرام ډېر خطرناک وباله.