په پنجشېر کې د ګېلاس د مېوې ۳۷۰ نوي باغونه جوړېږي

ارشیف

ځایي مسؤلین وایي چې په پنجشېر ولایت کې د ګېلاس ۳۷۰ نوي باغونه جوړېږي.

د پنجشېر د کرنې ادارې مشر محمد رؤف یعقوبي وایي، په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی چې د دې کمپاین په لړ کې د دغه ولایت په ۳۷۰ جریبه ځمکه او اتو اداري واحدونو کې د ګېلاس باغونه جوړېږي.

د نوموړي په خبره، په دغو باغونو کې ۱۶ زره او ۵۰۰ د ګېلاسو نیالګي کېنول کېږي چې د کرنې وزارت له لوري ورته دوه میلیونه ۲۷۷ زره افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.

ښاغلی یعقوبي وایي چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت له لوري د پنجشېر ولایت له ۵۰۰ جریبو په زیاته ځمکه د ګېلاس باغونه جوړ شوي دي.

د پنجشېر د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت د ټول هېواد په کچه ښه ګېلاس تولیدوي چې خلک‌یې له دې درکه ښه عاید هم تر لاسه کوي.