ګوترش: په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو اراده کمزورې شوې

انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، د پاریس د ۲۰۱۵ کال له کنفرانس وروسته په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو سیاسي اراده کمزورې شوې ده.

انتونیو ګوترش دغه څرګندونې پرون دوشنبه د پولنډ په کاتوویڅې کې د ملګرو ملتونو د اقلیم سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وکړې.

دغه سرمشریزه به چې دوه اوونۍ دوام کوي، د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو او سازمانونو استازو په‌کې ګډون کړی دی.

ګوترش وویل، په نړۍ کې د اقلیم د بدلون واقعیت دا دی چې هغه د تمې خلاف په ناوړه حالت کې دی، خو د پاریس له کنفرانس وروسته سیاسي اراده کمزوې شوې ده.

د پاریس په کنفرانس کې په دې سلا شوې وه چې د ځمکې تودوخه باید له دوو درجو زیاته نه‌شي.