ناټو له روسیې غوښتي چې د اوکراین کښتۍ او ماڼوګان خوشې کړي

ینس سټولټنبرګ

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ له روسیې وغوښتل چې د اوکراین هغه کښتۍ او ماڼوګان سمدستي خوشې کړي چې تېره اوونۍ یې په زوره د تورې بحیرې په اشغال شوې د کریمیا په سواحلو کې نیولي وو.

ده وویل:

"روسیه باید د اوکراین ماڼوګان او کښتۍ خوشې کړي او هم باید د کښتیو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي، روسیه باید له خنډونو پرته اوکراین پرېږدي چې د ازوف په بحیره کې خپلو بندرونو ته لاسرسی ولري."

د ناټو عمومي منشي له روسیې دغه غوښتنه پرون په داسې حال کې وکړه چې ټاکل شوې نن او سبا د دې تړون د بهرنیو چارو وزیران د بروکسل په غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ، د روسیې او اوکراین ترمنځ د دغه نوي کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.

اوکراین په دغه کړکېچ کې له ناټو هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

خو د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون دوشنبه وویل چې د اوکراین ۲۴ ماڼوګان به په زندان کې پاتې شي، ځکه هغوی له سرحدونو سرغړونه کړې ده.

کیف دغه تورونه رد کړي دي.