د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي او د دې هېواد د بالیستیک توغندیو پروګرام په نښه کړي.
هوک د ایران دغه پروګرام ډېر خطرناک وباله.
نوموړی دغه غوښتنه دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران لهخوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نوې ازموینه غندلې وه.
د پامپیو په وینا، دغه توغندي چې مختلف سروکي لېږدولای شي، د دې وړتیا لري چې د اروپا ځينې برخې او په منځني ختیځ کې هره سیمه په نښه کړي.
د پامپیو او هوک دغه څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هغه کړکېچ د زیاتېدو نښې په ډاګه کوي چې د روان کال له پیل له کله چې واشنګټن د ایران پر اقتصاد سخت بندیزونه لګولي، پیل شوی دی.