ولسمشر غني: افغان لوبغاړو ته هېڅ ډول بې‌احترامي نه‌شي زغملی

افغان ولسمشر وایي، د افغانستان ښځینه او نارینه لوبغاړو ته هېڅ ډول بې‌احترامي نه‌شي زغملی.

محمد اشرف غني وایي:

"زه بد اخلاقي نه‌شم زغملی، باید ټولو ته دا خبره واضح وي چې د افغانستان ولسمشر پر اسلامي او ملي اخلاقو ولاړ دی، د ځمکې پر سر هېڅ یو قدرت نه‌شته چې زموږ ماشومانو ته د بد اخلاقۍ په نظر وګوري."

اشرف غني دغه څرګندونې پرون په ارګ کې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلینو، یو شمېر لوبغاړو او لوی څارنوال په‌کې ګډون کړی، وکړې.

په دې وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم یو شمېر لوبغاړو د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي تورن کړي چې له دوی سره‌یې په کابل او په تېره فبرورۍ میاشت کې د اردن په یوه روزنیز کمپ کې د جنسي ځورونې په ګډون، بد سلوکي کړې ده.

ولسمشر غني له لوی څارنواله وغوښتل چې د تورونو دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي.

لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې په دې اړه هر اړخیزه څېړنه د دوشنبې له ورځې پیل شوې او د روانې اوونۍ تر پایه به‌یې لومړنۍ نتیجه له خلکو سره شریکه شي.