د امریکا پوځ وايي، په سوریه کې یې هوايي بریدونه کړي

د امریکا پوځ وايي، په سوریه کې یې هوايي بریدونه کړي چې هدف یې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یو هغه مشر و چې د یو امریکايي مرستندویه کارکوونکي په وژلو کې یې لاس درلود.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند سین ریان پرون په یوې اعلامیه کې ویلي په دقت ترسره شوي دا هوايي بریدونه د داعش د وسله والې ډلې د یو مشر ابو العمرین او د دې ډلې د څو نورو مشرانو پر ضد د سوریې په بادیه صحرا کې ترسره شوي دي.

ریان ویلي چې العمرین ائتلافي ځواکونو ته ګواښ و او په ۱۰۱۴ میلادي کال کې د یو امریکايي وګړي پیټر کاسیګ په وژلو کې لاس درلود.

کاسیګ له داعش سره د هغو څو بندیانو څخه و چې دې ډلې ترې په یو ډله ییز اعدام کې د ۲۰۱۴ میلادي کال په نومبر کې سر پرې کړ چې وروسته یې د دې اعدامونو یوه ویډیو خپره کړه.

په دې اړه چې ایا العمرین په دې برید کې وژل شوی که نه. څه نه دي ویل شوي.

په عین حال کې د یکشنبې په ورځ د سوریې حکومت د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف تورن کړ چې د سوریې په مرکزي سیمو کې یې د سوریې د پوځ په مورچلو بریدونه کړي.

د سوریې دولتي خبري اژانس وايي، د غراب په غرونو کې څو توغندي د سوریې په ځواکونو ویشتل شوي چې وسایل یې زیانمن کړي، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.