د قطر د انرژۍ وزیر سعد شریده الکعبي وايي، هېواد به یې د دې کال په پای کې د تیلو د صادرونکو هېوادونو یا «اوپېک» له سازمان څخه ووځي.
کعبي دا اعلان د دوشنبې په ورځ په دوحه کې په یوه خبري غونډه کې وکړ او ویې ویل دا اقدام به د ۲۰۱۹ میلادي کال له جنورۍ عملي شي.
کعبي وايي، اوپېک ته یې لا دمخه پهدې اړه خبر ورکړی دی.
دا اعلان وروسته له هغې کېږي سعودي عربستان او روسیې دوه ورځې مخکې وویل، دوی هغه توافق نوی کړی چې له مخې یې د خپلو تیلو تولید محدودوي.
روسیه د اوپېک غړیتوب نه لري.
د اوپېک د غړیو هېوادونو او د تیلو د نورو هغو صادرونکو هېوادونو چې د اوپېک غړي نه دي، تر منځ د تیلو د تولید د کمولو په اړه اوسنی تړون د ۲۰۱۸ میلادي کال په اخر کې پای ته رسېږي.
اوپېک سازمان کې دا مهال ۱۵ هېوادونه غړیتوب لري چې په اټکلي توګه د نړۍ د تیلو د تولید په سلو کې ۴۴ برخه جوړوي او همدارنګه د نړۍ د تیلو په سلو کې ۸۱ ثابتې شوې زیرمې لري.
قطر له اوپېکه په داسې حال کې وځي چې له سعودي عربستان سره یې روابط کړکېچن دي. دا دواړه هېوادونه په سیمه کې د نفوذ د پراختیا لپاره له یو بل سر په سیالۍ کې دي.