خلیل‌زاد له یوه پلاوي سره بیا د افغانستان او سیمې سفر پیل کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له یوه امریکايي پلاوي سره یو ځل بیا د افغانستان او د سیمې د هېوادونو سفر پیل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې ویلي، ښاغلی خلیل‌زاد به د ‌‌ډسمبر له دوهمې نېټې څخه تر ۲۰مې نیټې پورې د خپل دې سفر په ترڅ کې پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ښاغلی خلیل‌زاد به په‌دې سفر کې د افغان حکومت له چارواکو او نورو ښکېلو لورو سره وګوري، څو د یوې پراخ بنسټې سولې د پروسې لپاره چې په ترڅ کې یې افغانان خپله د خپل هېواد برخلیک وټاکلی شي، اسانتیا برابره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې خلیل‌زاد به د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان لورو سره وګوري، څو له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستل له نږدې تنظیم کړي.

په خبرپاڼه کې په‌دې اړه چې ایا خلیل‌زاد به بیا هم د طالب استازو سره وګوري که نه؟ څرګند څه نه‌دي ویل شوي، خو نوموړي سیمې په ځانګړي توګه قطر ته په وروستیو دوو سفرونو کې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې اترې کړې وې.

همدارنګه‌یې د افغان حکومت پر مشرتابه سربېره له نورو افغان سیاستوالو او د سولې له فعالانو سره هم لیدلي وو.

ښاغلي خلیل‌زاد سیمې ته د وروستي سفر پر مهال کابل کې خبریالانو ته ویلي و، هیله‌مند دی د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو افغان حکومت او وسله‌وال طالبان خپلو کې د سولې یو توافق ته ورسېږي.