د ایران پوځ وايي، د میزائیلو د جوړولو پروګرام او د توغندیو ازموینو ته به دوام ورکړي.
تسنیم نیمه دولتي خبري اژانس د ایران د پوځ د ویاند عبد الفضل شیخکرچي په حواله ویلي دي چې د میزائیلو پروګرام او ازموینې له نړیوالو قوتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون په چوکاټ کې نهراځي او تهران به د دې لپاره د کوم هېواد اجازه ونهغواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روانې ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه په یوه بیان کې وویل چې د ایران لهخوا د منځني واټن ویشتونکو میزائیلو چې اټمي سروکۍ انتقالولی شي، ازموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سرغړونه ده.
مایک پامپیو پر ایران غږ وکړ چې د میزائیلو خپل پروګرام بند کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار بیا د یکشنبې په ورځ وویل، ایران یو لیرې واټن ویشتونکی میزائیل ازمویلی دی چې اسرائیل او اروپا ته رسېدلی شي.
جان بولتون ایران ته خبرداری ورکړ چې په خبرهيې دا ډول پارونکی چلند د زغم وړ نهدی، خو د ایران پوځ د لیرې واټن ویشتونکي میزائیل د ازمویلو په اړه څه نهدي ویلي.