د ارزګان ولایت د ورزشي امریت مسؤلین وايي، دولت هغسې چې لازمه ده دوی ته پاملرنه نهده کړې.
په دغه ولایت کې د فوټبال د فدراسیون مشر میرزا محمد امیرزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه ولایت کې د لوبو لپاره لوبغالی نهلري او لوبغاړي په سرو شګو کې ورزش کوي.
نوموړی وايي، پهدغه ولایت کې تر اوسه یوازې یو لوبغالی جوړ شوی چې هغه هم بېکیفیته او تش په نوم ورزشي میدان دی او له ښاره لیرې دی.
امیرزي له دولته وغوښتل چې لوبغالی دې ورته جوړ کړي.
که څه هم په ارزګان ولایت کې د جګړې ډګر تود دی، خو لا هم دغلته لوبې وده کوي او له لوبو او ورزش سره د ځوانانو لېوالتیا زیاتېږي.