د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو یو ځل بیا پر جرمني او متحدانو غږ کړی دی چې په تور سمندرګي کې د روسيې د مخنیوي لپاره خپل پوځي حضور زیات کړي.
پترو پروشنکو پرن د جرمني فونک میډیا ګروپ سره په مرکه کې وویل، موږ د روسيې د متجاوز چلند پر وړاندې ښکاره، قوي او یو موټي عکسالعمل ته اړتیا لرو.
اوکرایني مشر وویل، روسيې په دې وروستیو کې د اوکراین له پولو سره زیات سرتېري ځای پر ځای کړي او اراده لري چې د اوکراین په خاوره کې دننه خپل کنټرول پراخ کړي.
د اوکراین او روسيې ترمنځ تازه جنجال وروسته تر هغې پورته شو چې د نومبر په ۲۵مه په تور سمندرګي کې روسي ځواکونو د اوکراین پر درېیو کښتیو ډزې وکړې او ۲۴ اوکرایني سرتېري يې ونیول.
روسيې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.