د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې سبا او بله ورځ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
دا خبره د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي پرون شپه ازادي راډیو ته وکړه:
"دا ناسته یوه موقع برابروي څو ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په برخه کې په خپلو ژمنو د تأیید ټاپه ولګوي. موږ تر ۲۰۲۴ کاله د افغان پوځ مالي تمویل ته ژمن یو. دا به همداراز یوه موقع وي چې د افغانستان د جنګ په وړاندې په شته ننګونو بحث وشي."
تمه ده په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د افغان پلاوي مشري وکړي.
تر دې مخکې د جولای په میاشت کې د ناټو سرمشریزه شوې وه چې پهکې د افغانستان په امنیتي وضعیت بحث شوی و.