د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ارجنټاین کې د «جي شل» تر سرمشریزې وروسته پرون بېرته خپلو ګاونډیو هېوادونو ته سفر له سره پیل کړ.
دی پرون له موریتانیا نه الجزایر ته ولاړ.
د سعودي عربستان ولیعهد «جي شل» سرمشریزه کې تر ګډون مخکې خپل اوږد بهرنی سفر پيل کړی و چې متحده عربي اماراتو، بحرین، مصر او تونس کې یې د دغو هېوادونو مشرانو سره خبرې کړې وې.
په استانبول کې د عربستان د قونسلګرۍ دننه د خبریال جمال خاشقجي تر وژنې وروسته دا بهرنیو مُلکونو ته د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان لومړی سفر دی.
خاشقجي د سعودي د اجنټانو لهخوا وژل شوی و او په خاطر یې نړیوالو پر ریاض سخته غصه وکړه.