د ولسي جرګې اولسمې دورې ته د کاندیدانو ائتلاف وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج ورته د منلو نه دي.
دغه ائتلاف وايي، که د هېواد په کچه په ټولو انتخاباتې مرکزونو او حوزو کې له بایومیټریک پرته رأېې باطلې اعلان نه شي، د رأیو ورکوونکو رأیې له سره ونه شمېرل شي او تورې رأیې له سپینو جلا نه شي، دوی به د دغو انتخاباتو نتایج ونه مني او پر وړاندې به موازي پارلمان اعلان کړي.
د دغه ائتلاف غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د روان لمریز کال د میزان د ۲۸ مې انتخابات له درغلیو ډک وبلل او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته به اجازه ورنه کړي چې ولسي جرګې ته په درغلیو بریالي کاندیدان ور وپېژني.
د ولسي جرکې اولسمې دورې ته د کاندیدانو د ائتلاف مشر خواجه شفیق وویل:
"که زموږ دغو دوو غوښتنو ته چې یوه یې له سره د رأیو شمېرل او بله یې د بایومیټریک او غیر بایومیټریک رأیو تفکیک دی، توجو ونه شي، سربېره پر دې چې پراخې مظاهرې به وکړو، لارې او د کمېسیون د روازې به وتړو او موازي پارلمان به اعلان کړو."
دوی وویل، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه دی توانېدلی چې دغه انتخابات د انتخاباتو له قانون او د انتخاباتو د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د غزني له ولایته پرته د هېواد په کچه په شااوخوا ۲۱ زرو انتخاباتي محلونو کې د میزان په ۲۸ مه تر سره شول.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه پورې په څو پړاوونو کې د ۱۸ ولایتونو د انتخاباتو نتایج اعلان کړل.
د انتخاباتو له اعلان شویو نتایجو ښکاري چې په یادو انتخاباتو کې تر ډېره حده نوې څېرې بریالۍ شوې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د میزان د ۲۸ مې په انتخاباتو کې د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو نظریات په پام کې نیول شوي او د انتخاباتو له قانون سره سم ترسره شوي دي.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، هر کاندید او هره ډله که د انتخاباتو پر پروسه انتقاد لري، د موضوع په اړه دې کره اسناد او شواهد د شکایتونو د اورېدو له کمېسیون سره شریک کړي.
ده وویل:
"د دغو انتخاباتو د نتایجو د ځنډولو دلیل دا و چې شفافیت رامنځته، تورې رأیې له سپینو جلا او په مجموع کې عدالت تامین کړو، دغه کمېسیون هېڅ کله سلیقه يي چلند نه دی کړی او هڅه یې دا وه چې حق حقدار ته ورسېږي."
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د هرو انتخاباتو د نتایجو له اعلانېدو وروسته پاتې راغلي کاندیدان انتقاد کوي، بلکې پخوا تر دې په تېرو اننتخاباتو کې هم ورته اعتراضونه شوي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته په ټول هېواد کې ۲۵۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې ۲۵۰ ترې ولسې جرګې ته بریالي کېږي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې څه باندې ۴ میلیونو کسانو رأيې کارولي دي.
راپور: خان محمد سیند