د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د دې لپاره چې افغانستان په دوهمې سوریې بدل نشي، په کار ده چې د حاشیوي ناستو پرځای د سولې لپاره عملي اقدامات وشي.
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د سولې د ټينګښت لپاره هیلې زیاتې شوي، د افغانستان مشرانو جرګه هم د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره د قوي ارادې په درلودلو ټینګار کوي.
سناتوران وايي چې طالبانو په کراتو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او اوس نړیواله ټولنه باید دغه ډله د سولې خبرو ته هیله منده کړي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د دغې جرګې د يکشنبې د ورځې عمومي ناستې مشري یې هم کوله، ټینګار وکړ چې د سولې په بحثونو کې باید سیاسي ګوندونه او په ملي شورا کې د خلکو استازي هم شامل کړای شي، ځکه په خبره یې چې يو اړخیزې هڅې په دې برخه کې کومه نتیجه نه ورکوي.
محمد علم ایزدیار
ده وویل:
"لکه څنګه چې په افغانستان کې بېلابېل لاسونه دخیل دي او هڅه کوي چې دغه هېواد په دوهمې سوريې بدل کړي، نو اړتیا ده چې د قومونو، ګوندونو او خلکو ترمنځ اجماع رامنځته شي، دغه شان د سیمې په کچه هم لکه پخوا چې يو اړخیزو هڅو نتیجه نه ده لرلې، بیا به یې هم ونه لري."
په ورته وخت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيلېدو په اړه اراده د مشرانو جرګې د غړو له شک او تردید سره مخ ده.
د دغې جرګې غړی غیرت بهیر وايي، د سولې په برخه کې د حکومت ژمنې مبهمې دي او دا هم لا نه ده معلومه چې ښکېلې خواوې په رښتیني توګه سولې ته د رسېدو اراده لري او که نه؟
د مشرانو جرګې غړي په داسې حال کې د سولې د خبرو د پيلېدو لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په جدي ارادې ټنیګار کوي چې د جنيوا په ناسته کې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل دوهم ځلي سفرونو په لړ کې هیله ښودلې چې تر ولسمشریزو انتخاباتو مخکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.
خو په دې تړاو د حکومت ځواب څه دی؟
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وايي:
امید میثم
"خلک او حکومت دواړه سولې ته د رسېدو لپاره جدي اراده لري، البته د سیاسي روغې جوړې او خبرو له لارې، موږ د يو لړ ارزښتونو په خوندیتوب او د شرایطو په رڼا کې خبرو اترو ته چمتو یوو، که څه هم د سولې په بحث کې شرط او شرایط نه دي مطرح، خو کله چې موږ د سولې خبرو ته داخلېږو، نو هلته بیا شرط او شرایط شته چې معیارونه یې باید په نظر کې ونیول شي."
که څه هم د افغان حکومت اجرائیه ریاست په هېواد کې د سولې ټینګښت خپل لومړیتوب ګڼي، خو د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي، که د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره جدي او پرېکنده اراده نه وي موجوده، په دې اړه ناستې، سفرونه او لیدنې کتنې به هېڅ ګټه ور نه کړي.
راپور: محمد واصل وصال