د ایران یوې محکمې یوه خبریاله په څه کم ۱۳ کلونو بند محکومه کړه

د ایران یوې انقلابي محکمې یوه خبریاله د امنیت په تړاو په څه کم دیارلسو کلونو بند محکومه کړې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې هنګامه شهیدي ته د ۱۲ کلونو او نهو میاشتو بند سزا ورکړل شوې او هم په سیاسي ډلو او رسنیو کې له فعالیت کولو او له هېواده وتلو منع کړای شوې ده.

د هغې مدافع وکیل مصطفی ترک همداني د ایران ایرنا رسمي خبري آژانس ته ویلي چې د دغې قضیې د حساس والي له امله نه شي کولای د محکمې د فیصلې جزئیات بیان کړي.

۴۳ کلنه شهیدي د جون له میاشتې راهیسې زنداني ده.

هغې په ۲۰۱۷ کال کې هم څومیاشتې په زندان کې تېر کړي و.