دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

دفاع وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني، کاپیسا، فراه او هلمند په ګډون په اوو ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو په نتیجه کې د ۶۵ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او ۲۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت ویلي چې ۹ ګډ تهاجمي او تصفویوي عملیات او ۲۱ هوایي بمبارۍ یې کړي دي، خو په دې اړه چې ایا په دغو عملیاتو کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه؟ څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لیدل شوي چې ملکي تلفات هم زیات شوي دي.

تېره اوونۍ د هلمند په ګرمسیر کې په هوایي بمبار کې لږترلږه ۲۳ ولسي خلک ووژل شول.