په کندهار کې د افغاني محصولاتو ۲ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

ارشیف

په کندهار ولایت کې د افغاني محصولاتو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت د صادراتو ریاست ویاند منیر ځدران د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال وویل، د یاد نندارتون د پرانېستلو هدف بهرنیو بازارنو کې افغاني توکو ته بازار موندنه ده.

د ښاغلي ځدران په وینا په دغه نندارتون کې لسګونه کرنیز محصولات، د ښځو لاسي صنایع او خوراکي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

ښاغلی ځدران وایي، د ښځو لاسي صنایع او محصولاتو ته بازار موندنه به د دوی پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.