د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې ده او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او د روسیې د سمندري ځواک د بېړیو ترمنځ په تور سمندرګي کې د وروستۍ شخړې په اړه لنډې خبرې وکړې.
پوتین له ټرمپ سره د خپلو خبرو ډېر جزئیات وړاندې نهکړل.
دواړو خواوو پرون شنبه په ارجنټاین کې د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو د سرمشریزې په څنګ کې سره وکتل.
د پوتین له قوله ویل شوي چې په ولاړه او د تګ په ترڅ کې یې خبرې کړي او د تور سمندرګي د پېښې په اړه یې ځواب ورکړی دی.
سپینې ماڼۍ تراوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي.