امریکا او چین په سوداګريز جنګ کې پر ۹۰ ورځې اوربند سلا وکړه

سپینه ماڼۍ وايي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه چینايي ساري شي جین‌پینګ په خپل سوداګريز جنګ کې پر ۹۰ ورځې اوربند سلا وکړه.

دا موافقه په داسې حال کې وشوه چې د نړۍ دا دوه ستر اقتصادي قدرتونه هڅه کوي چې په خپل منځ کې سیالي نوره پراخه نه‌کړي.

سپینې ماڼۍ نن یکشنبه په یوه بیان کې ویلي چې واشنګټن موافقه کړې چې د جنورۍ په میاشت کې به پر چینايي تجارتي مالونو تعرفه نه زیاتوي.

په بیان کې همدا راز ویل شوي چې پر چینايي اجناسو په وروستیو کې په سلو کې ۱۰ زیاته شوې تعرفه به چې ۲۰۰ میلیارد ډالره کېږي، په خپل حال پاتې وي.