ویسا د خلیلزاد په حواله لیکلي چې له طالبانو سره له انتخاباتو مخکې هوکړه غوره ده

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول، د افغانستان د سولې په اړه لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي چې له طالبانو سره له انتخاباتو مخکې هوکړه غوره ده.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې په داسې حال کې چې افغان حکومت په خپل وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو وار بیا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

د مطلب لیکوال لیکي، نوموړي ویلي چې طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمختګ په صورت کې به ښه وي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات وځنډېږي.

خو په مطلب کې دا هم راغلي چې خلیلزاد ویلي، که د سولې په خبرو کې لازم پرمختګ رامنځته نه شو، بیا دې انتخابات ترسره شي چې نوی حکومت په کار پیل وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د مرستیال عبدالحکیم منیب په حواله لیکلي چې د خلیلزاد هڅې د افغانستان د سولې لپاره مبهمې دي.

په مطلب کې راغلي چې نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، مونږ ټول د سولې غوښتونکي یوو، خو د څه ډول سولې؟ او ټینګار یې کړی چې خلیلزاد باید د سولې د کومې لارې په اړه چې نیولې یې ده، د افغانستان خلکو ته توضیحات ورکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي منیب طالبانو سره د افغان حکومت په مذاکره کوونکي پلاوي کې هم شامل دی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز له طالبانو غوښتي چې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او له افغان حکومت سره د سولې رسمي خبرې پیل کړي.

په مطلب کې راغلي چې نوموړې ویلي، د دې لپاره کوم ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی، خو په خبره یې چې په دې برخه کې فوري اقدام ته اړتیا ده.

دنیا د افغان سولې په اړه په خپل یوه بل مطلب کې لیکلي چې د افغانستان یو شمېر قومي مشرانو هم د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

په مطلب کې په ځانګړي ډول د افغانستان د شمالي ولایتونو د قومي مشرانو یادونه شوې او ویل شوي چې دغو قومي مشرانو د یوې غوندې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.