ملګرو ملتونو له ایرانه غوښتي چې د ښځو د حقونو مدافعین خوشې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي څارونکي له ایرانه غواړي چې د بشري حقونو هغه مدافعان چې له اجباري حجاب سره د مخالفت له امله زنداني شوي، خلاص کړي.

هغوی په یوه ګډ بیان کې چې د نومبر په ۲۹مه خپور شوی، ویلي چې موږ د ایران له حکومته غواړو چې په بېړني ډول هغه فعالان چې د ښځو د حقونو دفاع کوي، له زندانونو خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکو په ځانګړي ډول، د فرهاد میثمي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

فرهاد میثمي په ایران کې د هغو ښځو ملاتړ کړی و چې په اجباري حجاب له قانون سره مخالفت لري.

میثمي د جولای په میاشت کې ونیول شو.

د رپوټونو په حواله، هغه د تهران په اوین زندان کې دی.

فرهاد میثمي ته چارواکو اجازه نه وه ورکړې چې مدافع وکیل ونیسي او له دې امله هغه په اګست کې غذایي اعتصاب پېل کړ، خو رپوټونه وايي چې د زندان ساتونکو په زور خوراک ته اړ کړی دی.