د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداره په بېساري ډول لوېدلې

د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بیه په بېساري ډول لوېدلې ده.

په نړیوال مارکېټ کې پرون جمعه یو ډالر په ۱۴۳ پاکستانۍ کلدارې بدل شو.

په پاکستان کې د روان کال د جولای په ۲۵مه پارلماني انتخابات وشول.

له هغه راهیسې د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې بیه ۱۵ فیصده ټيټه شوې ده.

په پاکستان کې د انفلاسیون، په دولتي خزانه کې د بهرنیو اسعارو د بې ثباتۍ او ډېرو پورونو له امله سخت مالي بحران روان دی.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د ځان ژغورولو لپاره د پيسو له نړیواله صندوقه ۶ ملیارده ډالر پور واخلي.