- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ملکیانو او دولت پلویو ځواکونو د مرګژوبلې په اړه یوه مقاله لیکلې ده.
په مقاله کې راغلي چې د نومبر له درویشتمې تر نهه ویشتمې په یوه اوونۍ کې نهه اتیا دولت پلوي ځواکونه او ۵۳ ملکیان وژل شوي.
نیویارک ټایمز دا په تېره یوه اوونۍ کې د وژل شویو تر ټولو لوی رقم بولي.
په مقاله کې راغلي دا یواځې هغه شمېرې دي چې د نیویارک ټایمز خبریالانو پرې راپورونه ورکړي، د مرګژوبلو هغه شمېرې پکې نشته چې افغان حکومت او طالبانو یې یو بل ته د ور اړولو ادعا کړې.
نیویارک ټایمز لیکي په ۸۹ وژل شویو کې د امریکا هغه درې ځانګړي عسکر هم شامل دي چې د سړک غاړې په یوه ماین چاودنه کې هدف ګرځیدلي.
نیویارک ټایمز: ورځپاڼې دا په پوره کال کې د امریکايي عسکرو لپاره یوه درنه مرګژوبله بولي.
ورځپاڼې دا په پوره کال کې د امریکايي عسکرو لپاره یوه درنه مرګژوبله بولي.
په مقاله کې د هلمند هغه هوايي برید ته هم اشاره شوې چې د لیکوال په خبره د یوې کورنۍ ۲۲ غړي پکې وژل شوي.
- ام . اس . ان خپرونه
ام . اس . ان خپرونې لیکلي چې اسټرالیا میشتو افغان هزاره ګانو په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژنې په غبرګون غږ پورته کړ.
دوی د همدې اوونۍ په دوشنبې ورځ په پلازمینه کانبیرا کې د پارلمان د ودانۍ مخ ته ټول شوي و او د افغانستان د طالبانیزایشن د مخنیوي شعار یې ورکاوه.
دغو افغان هزاره ګانو چې د ام اس ان خپرونې په لیکنه اکثراً په افغانستان کې نږدې کورنۍ او خپلوان لري له دولته غوښتي چې د هزاره ګانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدام وکړي.
ام اس ان: هزاره ګانو له دولته غوښتي چې د هزاره ګانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدام وکړي.
د نومبر په لومړیو کې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو وسله والو طالبانو پراخ بریدونه وکړل چې د رپوټونو په اساس لږ تر لږه ۶۳ ملکیان ووژل شول او زرګونه نور له کورونو تېښتې ته اړ شول.
د ام اس ان په دې مقاله کې د اسټرالیا د ملبورن ښار د یوه اوسیدونکي ساجد عسکري په حواله لیکل شوي: "کله چې [هزاره ګان] په نښه کیږي موږ یې درد حس کوو ځکه همدا شرایط په موږ هم تیر شوي."
ام اس ان: هزاره ګانو له صدراعظم ماریسن غوښتي د افغان ولسمشر اداره او د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت وهڅوي څو د هزاره ګانو امنیت خوندي کړي.
ام اس ان خپرونې لیکلي اسټرالیا میشتو افغان هزاره ګانو د اسټرالیا صدراعظم سکاټ ماریسن ته یو پرانیستی لیک استولی.
دوی له صدراعظم ماریسن غوښتي د افغان ولسمشر اشرف غني اداره او د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت وهڅوي څو د هزاره ګانو امنیت خوندي کړي.
د اسټرالیا دفاع وزارت د دغو غوښتو په ځواب کې ویلي چې اسټرالیا د افغان جګړې د ختمولو لپاره د افغان حکومت له هڅو قوي ملاتړ کوي څو د هزاره ګانو په شمول ټول جنګ ځپلي افغانان د ارامۍ ساه واخلي.