پوروشینکو: اوکراين ته د روسانو د سفر مخه نیول شوې

د اوکراين ولسمشر پټرو پوروشينکو نن اعلان وکړ چې اوکراين ته د روسانو د سفر مخه نیول شوې ده.

دا روسان چې مخه يې اوکراین ته له ننوتلو نیول شوې ده، له شپاړسو تر شپېتو کلونو عمرونه لري.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د دواړو هېوادونو تر منځ وضعيت نور هم ترينګلی شو.

روسیې د یکشنبې په ورځ په توره بحيره کې کريميا ته نېږدې د اوکراين درې بېړۍ او ۲۳ د عملې غړي ونيول.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کريميا له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې یې ونښلوله.

پوروشينکو نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې اوکراین ته د روسانو پر سفر محدوديت وضعه شوی دی چې د ده په وينا، د اوکراین پر خاوره د شخصي دښمنانو د جګړې مخه ونيول شي.

روسیې د اوکراين په ختيځ کې د جلاغوښتونکو ملاتړ کړی.

په نتيجه کې یې د ۲۰۱۴ میلادي کال له اپرېله تر لس زره او درې سوه زیات کسان وژل شوي دي.