واحد نظري: طنز لیکل د هر چا کار نه دی

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه فرشته غني وړاندې کوي.

طایر ځلاند د ارواښاد پوهاند رښتین په کارونو غږيږي.

په هنر جاج کې د پښتو ژبې له نوموتي طناز واحد نظري سره د هغه په طنزيه رومان غږېدلي یوو.

په فنکار برخه کې له پيغلې لیکوالې وحیدې بلوچ سره د هغې په فن غږېدلې یوو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه ازار واورئ.
په ادب جام کې سهارګل امیرزی درته د لیکوال، شاعر، سیاستوال، طبیب او د پښتنو ملي مشر اروښاد خوشحال خټک د ژوندانه د احوالو لومړۍ برخه در اوروئ.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې اتلسم سرود واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

Your browser doesn’t support HTML5

راډيویي ادبي مجله