کرملين له پوتین سره د ټرمپ د کتنې په لغوه کېدو خواشیني ښکاره کړه

کرملين د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده چې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتین سره یې خپله کتنه لغوه کړه.

ولسمشر ټرمپ پرون پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې له ولاديمير پوتین سره خپله ټاکل شوې غونډه لغوه کوي.

ښاغلي ټرمپ د روسیې له خوا په تور سمندرګي کې د اوکرايني بېړیو او ماڼوګانو د نيولو په غبرګون کې دا پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې وه چې ډونالد ټرمپ له ولاديمير پوتين سره د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې د جي شل هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په ارجنټاين کې وویني.

د پوتين وياند دیمتري پيسکوف نن د روسیې دولتي رسنيو ته وويل چې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه په دې مانا ده چې پر نړيوالو او دوه اړخيزو مسايلو بحثونه به وځنډېږي.

ده ويلي، ولاديمیر پوتين چمتو دی چې له خپل امریکايي سیال سره په تماس کې اوسي.