په پکتیا ولایت کې له نشه یي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د امریکايي ځواکونو په همکارۍ د نشه يي موادو ۱۱ زېرمې ویجاړې کړې دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د امریکايي ځواکونو په همکارۍ د پکتیا ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو ۱۱ ذخیرې ویجاړې کړي دي.
په دې ذخیرو کې څه د پاسه پنځه ټنه اومه چرس او (۲۵۸۰) کیلو ګرامه پاخه چرس، ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي او په دې تور پنځه تنه تورن کسان هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه په کابل، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د نشه يي موادو پر ضد عملیات کوي.