په کابل ښار کې د نشه يي موادو څه د پاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د کشف مدیر میان احمد احمدي رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښاري حوزو د پولیسو په همکارۍ په څلورمه، پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو (۱۶) پرچون خرڅوونکي له نېږدې شل کیلو ګرامو نشه يي موادو سره نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې له دوی سره هیروئین، چرس، تاریاک او د نشې ګولۍ هم نیول شوي دي.