ډې میستورا: د استانې غونډه د سوریې د خلکو له لاسه وتلی فرصت دی

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په استانه کې د سوریې د سولې وروستۍ خبرې د دې هېواد د خلکو لپاره له لاسه تللی فرصت بللی دی.

سټيفين ډې میستورا دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د قزاقستان په پلازمېنه کې پرونۍ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدلې.

د ډې میستورا دفتر پرون پنجشنبه په یوه بیان کې له دې کبله ژوره خواشیني ښودلې ده چې د اساسي قانون د کمېټې د ترکیب په مسئله کې د لس میاشتني ولاړ حالت د ماتولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونشو.

د دې کمېټې دنده به د سوریې په اساسي قانون کې اصلاحات او انتخاباتو ته د لارې هوارول وي.

په بیان کې د ډې میستورا له قوله ویل شوي، د استانې غونډه چې د سوریې د خلکو لپاره یو ښه فرصت و، له لاسه یې ولاړ.

په استانه کې د سوریې د سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې ډې میستورا د روسیې، ایران او ترکیې له استازو سره وکتل.

روسیه او ایران د ولسمشر بشارالاسد او ترکیه د دمشق د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.