له ازبکستانه کابل ته د ۱۵۰ میګاواټه برښنا رسول بیا پیل شول

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د ازبکستان د وارداتي برښنا د دوهم لین له ترمیم وروسته پلازمېنې کابل ته د ۱۵۰ میګاواټه برښنا رسول بیا پیل شول.

د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزیات ورکړل او ویې ویل:

"د کابل برښنا یو سرکِټ چې ۱۵۰ میګاواټه برښنا یې کابل ته لېږدوله، په ازبکستان کې له عارضې سره مخ شو، له نیکه مرغه بېرته ورغول شو او اوس د وارداتي برښنا پوره ۳۰۰ میګاواټه برښنا په کابل کې لرو."

ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې د ازبکستان د وارداتي برښنا لین د سې شنبې په ورځ په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له کبله له فعالیته لوېدلی و.

افغانستان له ازبکستانه ټوله درې سوه میګاواټه برښنا پېرودلې ده چې په دوو سرکټونو کې افغانستان ته صادرېږي.