د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو سیالو ډلو په جګړه کې لسګونه وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا جګړه پرون ماسپښین پیل شوه.
ده وویل:
"دا نښتې د ملاهیبت الله او ملا رسول د پلویانو ترمنځ د شینډنډ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې وشوې چې د هیبت الله د ډلې اولس وسله وال پکې وژل شوي او اته تنه ټپیان دي."
د ښاغلي فرهاد په وینا، په دې نښتو کې د ملا رسول د ډلې یوولس وسله وال مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
دې دوو ډلو تراوسه د پرونیو خپلمنځي نښتو په اړه څه نه دي ویلي.