یوناما: په هلمند کې په یوه هوايي برید کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي چې د دوی د مقدماتي څېړنو له مخې په هلمند کې په یوه هوايي برید کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت مخکې ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ یې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې هغه مهال چې وسله والو طالبانو برید پرې وکړ، هوايي مرسته یې وغوښته خو زیاتوي چې پلي ځواکونه نه وو خبر چې د جګړې سیمې ته نېږدې ملکي وګړي شته.

د ګرمسیر سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې هوايي حمله کې د ملکي وګړو یو کور په نښه شوی او لږترلږه ۳۰ تنه یې وژلي دي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، ویلي چې په پېښه کې مړه او ټپیان ډېری ښځې او ماشومان وو.

د یوناما بیان زیاتوي چې د هغو معلوماتو کره والی هم ثابت کړي چې وايي، نور لس تنه ماشومان او اته مېرمنې هم په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲۰۰۹ میلادي کاله په راوروسته کلونو کې د بل هرکال په پرتله د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په هوايي حملو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه وه.