ویلز: طالبان دې د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چار د وزارت مرستیالې له طالبانو غوښتي دي چې د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي او له افغان حکومت سره د سولې رسمي خبرې پیل کړي.

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز وویل، له وسله والو سره د سولې د موافقې لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی، خو د سولې لپاره باید بېړه وشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نېږدې دوه اوونۍ مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته هیله وښوده چې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به یو سیاسي توافق ترلاسه شي.

زلمی خلیلزاد

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې مېرمن ویلز ازادي راډیو ته وویل چې یو مهم فرصت ترلاسه شوی او د سولې په هڅو کې باید بېړه وشي:

دې وویل:

"د سولې لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی، خو بیړه پکار ده، ځکه دا یو فرصت دی، افغان حکومت چمتو دی او افغانان یا په بله معنی، طالبان هم چمتو دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو مشران د دې وړاندیز منلو ته چمتو دي که نه."

مېرمن ویلز د سولې په خبرو کې د افغانانو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې امریکا یوازې د دې پروسې د تنظیموونکې رول لري.

هغې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خلیلزاد یو فوق العاده ډیپلومات وباله چې د افغانستان په چارو کې بېسارې پوهه او تجربه لري او زیاته یې کړه چې د هغه دنده له ټولو ښکېلو اړخونو سره کتل دي، څو داسې یوه بهیر ته امکان برابر کړي چې ټول افغانان پر یوه ټغر سره راټول شي.

سږکال د روژې په پای او د کمکي اختر په درېیو ورځو کې حکومت اوربند اعلان کړ چې په ترڅ کې یې په ډېرو سیمو کې طالبانو او دولتي سرتیرو جګړه بنده کړه او يوځای سره کېناستل.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشران حتی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني، نو له امریکا او متحدانو څخه به یې د سولې په بدل کې څه ترلاسه کړي؟ د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وویل:

"طالبان خورا زیات تلفات ورکوي، په طالبانو کې هم داسې خلک شته چې له جګړې بېزاره دي، د داسې یو هېواد ګټه هېڅ چا ته هم نه رسېږي چې ټوټې شوی او داسې بې ادارې سیمې پکې جوړې وي چې د داعش په څېر ډلو ته د ریښو ځغلولو امکان برابروي، نو ځکه موږ د سولې لپاره له هر فرصته کار اخلو، طالبانو په جون میاشت کې اوربند ته لېوالتیا وښوده، دوی تل په ښکاره ویلي چې سوله غواړي او نه غواړي چې د پخوا په څېر پر افغانستان ولکه ټینګه کړي، راځئ! دا فرصت وازمایوو چې ایا دوی په رښتیا هم د سیاسي حل په اړه خبرو ته چمتو دي، که نه؟"

مېرمن ویلز د سولې په هرراز خبرو کې د افغان حکومت د ونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې سوله باید د افغانانو ترمنځ وي او د دې لپاره بل بدیل نشته.

الیس ویلز دا څرګندونې په ژنیو کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې له ګډون وروسته په بروکسل کې د ازادي راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

دا کنفرانس د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د افغان حکومت او مرستندویو هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شو.

ولسمشر اشرف غني دې کنفرانس ته د وینا په یوه برخه کې د سولې لپاره د خپلې نوې طرحې پر جزیاتو رڼا واچوله او ویې ویل چې حکومت یوه دولس کسیزه ډله ټاکلې، څو له طالبانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي غني وویل چې د ده د سولې وړاندیز بې قید او شرطه دی، خو د سولې لپاره شرایط لري.

ولسمشر د هېواد اساسي قانون او د ښځو حقونو ته درناوی په دې شرایطو کې کړل.