د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله د جدول په سر کې ده

د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله په پنځو لوبو کې له څلورو بریاوو سره د دغو سیالیو د جدول په سر کې ده.

پښتون لوبډلې تېره شپه په یوه هیجاني سیالۍ کې ماراتا ارابینز لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دې مقام ته ورسېده.

د ټي ټېن لیګ په دوام نن هم دری سیالۍ تر سره کېږي.

لومړی هغه يي د کرېلا او واریرز دوهمه يې د سندیز او بنګال ټایګرز او درېیمه يې هم د پښتون او پنجاب لوبډلې تر منځ په پلان کې ده.

په دغه لیګ کې اته لوبډلې ګډون لري چې په‌خپل جوړښت کې يې افغان لوبغاړي هم اخېستي دي.